په کراچۍ د ګينګ يو مشر بابا لاډلا ووژل شو

د سټاف راپور

کراچۍ - جيو خبري اژانس راپور ورکړو چې نيم پوځي رینجرو په کراچۍ کې په يوه نښته کې د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲مه) د کراچۍ ګينګ مشر بابا لاډلا او د هغه دوه ملګري ووژل.

د رینجرو وياند وويل، په دې نښته کې يو رينجر زخمي شو.

درې تنه شکمن کسان وتښتیدل.

لاډلا د ۷۰ نه په زیات جدي جرمونو کې مطلوب وو. په دې کې مختلف وژنې، د وژلو کوشش کول او د شوکې پيښي شاملې وې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500