پېښور - ايکسپريس ټريبيون د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳۰ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان په عارضي ډول بې ځایه شوي نږدې ۴،۰۰۰ کسان د افغانستان نه بيرته راغلي دي.
د فاټا د ډیزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ تاييد وکړو چې په عارضي ډول بې ځایه شوي کسان نږدې د ۷۰۰ کورنيو سره تعلق لري. هغوی د خیبر پښتونخوا په بنو کې يو کيمپ ته رسېدلي دي.
په عارضي ډول بې ځایه شوي کسان، چې په اصل کې د شمالي وزيرستان سره تعلق لري، په سيمه کې د وسلوالو خلاف د پاکستان د پوځ د ضرب عضب عملياتو پيلولو نه وروسته په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان خوست صوبې ته تښتيدلي وو.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له مخې، نږدې ۲۹۱،۸۰۰ پاکستانيان د پوځي عملياتو د وجې په خوست صوبه کې ديره شوي ول.