په بلوچستان کې د بارانونو او واورو له کبله ۱۷ کسان ووژل شول

د سټاف راپور

د جيو نيوز له مخې، چارواکو وويل، په بلوچستان صوبه کې د بارانونو او ډيرې زياتې واورې له کبله لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل شول.

پراونشل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ وويل، چې د سخت موسم له کبله ۱۸ نور اوسېدونکي زخميان شول.

زياتره مرګونه د چهتونو د رالویدو د وجې رامنځته شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500