پاکستاني ځواکونو ۳ وسله وال ووژل او ۸۱ شکمن کسان یې ونيول

د سټاف راپور

کوټه - په تېرو څو ورځو کې پاکستاني ځواکونو درې وسله وال ووژل او ۸۴ تنه شکمن کسان یې ونيول، په داسې حال کې چې ۲۴ نور وسله وال په بلوچستان صوبه کې تسليم شول.

چارواکي وايي چې پوځونو د جمعې او د يکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۰ او ۲۲مه) د بلوچستان په مختلفو برخو کې په عملیاتو کې درې وسله وال ووژل.

ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې دغه ځواکونو د وسله والو اتو پټنځايونه تباه کړل او وسلې او ګوله بارود یې ترلاسه کړل.

ډان خبري اژانس د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۱مه) راپور ورکړو چې امنيتي ځواکونو په کوټه او د بلوچستان په نورو برخو کې بريدونه ترسره کړل او په يوه هفته کې یې لږ تر لږه ۸۱ مشکوک وسله وال ونيول.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو، شکمن کسان د بلوچستان جمهوري پوځ او د بلوچستان د ازادۍ پوځ سره په تعلق لرلو کې تورن دي.

ايکسپريس ټريبيون خبر ورکړو چې د بلوچستان جمهوري پوځ ۲۴ وسله وال د دريو کمانډرانو په ګډون په ډیره بګټي ډسټرکټ کې د شنبې په ورځ (د جنوری په ۲۱مه) تسليم شول.

د ډان خبري اژانس له مخې، د کورنیو چارو وزير مير سرفراز بګټي د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۱مه) وويل، په عين حال کې د بلوچستان هوم ډپارټمنټ ۳۹۶ شکمن کسان د منع شوي ډلو سره د تړاو له امله تر څارنې لاندې راوستل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500