په ګلګت بلتستان چاپو کې ۱۲ مشکوک وسله وال ونيول شول

د سټاف راپور

اسلام اباد - ډان خبري اژانس د چارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۸مه) راپور ورکړو چې پاکستاني ځواکونو په ګلګت بلتستان (جي بي) او بلوچستان کې په چاپو کې ۱۲ مشکوک وسله وال ونيول او وسلې او ګوله بارود یې تر لاسه کړل.

د ګلګت بلتستان د پولیسو انسپکټر جنرل ظفر اقبال اعوان زياته کړه، دغه ۱۲ تنه شکمن کسان، چې ټول په ګلګت بلتستان کې ونيول شول، د بالاوريستان نيشنل فرنټ سره تړاو لرلو او په حکومتي ضد فعاليتونو کې ښکيل وو.

هغه وويل، پوليسو د شکمن کسانو نه ګڼ شمېر وسلې او د ۳۰۰ نه ۳۵۰ ميليونو پورې روپۍ ( د ۲.۸ نه ۳.۳ ميليونو پورې امريکايي ډالره) تر لاسه کړې. په دغه پيسو باندې به دوی وسلې او جايدادونه اخيستل.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آی ايس پي آر) وايي چې د بلوچستان په پشين ډسټرکټ کې، فرنټير کور د وسلو يوه ښخه شوي زېرمه وموندله.

آی ايس پي آر زياته کړه چې دغه وسلې د بلوچستان د ازادۍ پوځ سره تعلق لرلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500