لاهور - د ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په لاهور کې د تروریزم ضد عدالت (اې ټي سي) د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۶مه) یوې مور ته د خپلې لور د ژوندۍ سوځولو له امله د مرګ سزا ورکړه. دغه لور د يو سړي سره د کورنۍ د خوښې نه بغير واده کړی وو.
عدالت دې نتیجې ته ورسید چې پروین بي بي په لاهور کې د جون په مياشت کې زينت رفيق، ۱۸کلن، وژلي وه. زينت د حسن خان سره تښتيدلي وه. د هغې کورنۍ هغه په دهوکه سره کورته راوستله.
عدالت د زينت ورور ته د عمر بهر قيد سزا ورکړه.