د کراچۍ يو پوليس ووژل شو؛ په اسلام اباد کې يو سړی وسوځولی شو

د سټاف راپور

اسلام اباد - ميډيا راپور ورکړو چې په کراچۍ کې يو پوليس ووژل شو، له بلې خوا، په اسلام اباد کې يو هيجړا چې د بهته خور لخوا د سوځولو وروسته بيرته ښه کيږي.

جيو نيوز راپور ورکړو چې د جمشید ټاون د پولیسو سپرنټنډنټ طاهر احمد نوراني تاييد وکړو چې په کراچۍ کې په موټر سایکل باندې سپاره نامعلومه بريد کونکو د چارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۱مه) يو پوليس کانسټبل محمد خالد ووژلو.

د جيو نيوز له مخې، د رینجر وياند وويل، رينجرو د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۰مه) په کراچۍ کې په يوه هديره کې د وسلو او ګوله بارودو يوه زیرمه تر لاسه کړه.

د ډان خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۰مه) راپور ورکړو چې يو کس د راولپنډۍ د ښار پولیسو دفتر کې شکايت درج کړو چې يو بهته خور خپل هيجړا ورور عقيل ته له دې کبله اور ولګوو چې هغه هغه ته په وخت پيسې ورکولو کې ناکامه شو.

عقيل هسپتال کې داخل دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500