کوټه - د منع شوی بلوچ وسله وال ډلې يو مشر د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۹مه) په کوټه کې چارواکو ته تسليم شو. هغه وويل چې هغه به د پاکستان د یو وفادار وګړي په توګه خدمت کوي.
ايکسپريس ټريبيون د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۰مه) راپور ورکړو چې فلک شير بداني به د بلوچستان د ازادۍ پوځ د د منع شوي سوشل ميډيا ویب سايټ چلوو.
دنیا نيوز د سېند د پولیسو سينير سپرينټنډنټ (ايس ايس پي) پرويز چانډيو د خولې راپور ورکړو چې په کراچۍ کې د سیند پولیسو د تروریزم سره د مبارزې ادارې د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۹ مه) دوه مشکوک هدفي قاتلين ونيول.
سما نيوز راپور ورکړو چې په پېښور کې د خیبر پښتونخوا پولیسو د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۹مه) ۱۵ کلوګرامه بم شنډ کړو. دا بم د يو ګاډۍ پورې تړلی شوی وو.