د پاکستان پوځي عدالتونو خپل کار په ځای ودرولی دی

د سټاف راپور

اسلام اباد - د ډان خبري اژانس راپور ورکړو، د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) د يکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۸ مه) اعلان وکړو چې د پاکستان پوځي عدالتونو د دوو کالو ميعاد ختميدو نه وروسته خپل کار په ځای ودرولی دی.

حکومت په جنوري ۲۰۱۵ کال کې په پيښور کې په آرمي پبلک سکول باندې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرو د حملې نه وروسته چې د ۱۴۰ نه زیات ماشومان او او استاذان په کې ووژل شول دغه عدالتونه جوړ کړل.

آی ايس پي آر وايي، چې دغه عدالتونو په خپل ميعاد کې ۱۶۱ د مرګ سزاګاني جاري کړې، چې په هغې کې ۱۲ ترسره شوي دي.

آی ايس پي آر پوځي عدالتونو ته په ترهګرۍ کمولو کې د مرسته کولو له امله کريډټ ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500