پنجاب د ترهګرۍ سره د مالي مرسته کونکو خلاف مبارزه کوي

د سټاف راپور

لاهور - د ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پنجاب د صوبايي حکومت اعلی کمېټۍ فيصله کړې ده چې د ترهګرو د ملګرو او مالي ملاتړ کونکو خلاف مبارزه وکړي.

دغې اعلیٰ کمېټۍ د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۵ مه) په لاهور کې د وزير اعلیٰ شهباز شريف په مشرۍ کې يوه غونډه وکړه.

ګډونوالو موافقه وکړه چې د افراطي تنظيمونو د هر قسم د تمویل په وسیلو باندې دې بندیز ولګولی شي.

هغوی دا هم فيصله وکړه چې د عمل ملي پلان (NAP)، د تروریزم ضد ستراتیژي چې اسلام اباد په ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په مياشت کې شروع کړه، لاندې د تروریزم، افراطیت او فرقه واريت له منځه وړلو لپاره زیات منظم او اغیزمن ګامونه پورته کړي.

دغه کمیټۍ اراده وکړه چې د ادب چې په مذهبي نفرت باندې مشتمل وي چاپولو او تقسيمولو په وړاندې قدم پورته کړي.

ګډونوالو موافقه وکړه چې د صوبې د تګ راتګ لارې په کلکه وڅاري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500