اسلام اباد - جيو نيوز راپور ورکړو چې د څیړنې او امنیت د مطالعاتو مرکز (CRSS) په خپل کلني راپور کې د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳مه) څرګنده کړه چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په تړاو د مړيني شميره په تېر کال کې د تیرو کلونو په پرتله زیاته کمه شوې ده.
سي ار ايس ايس وايي، که څه هم د مرګ ژوبلې شميره په پنجاب او بلوچستان کې لوړه شوه، خو په ملي کچه په دوو کلونو کې د تیر کال ۴،۳۲۴ په پرتله ٪۶۶ کمه شوې ده. سي ار ايس ايس زياته کړه، چې زياتره مرګ او ژوبله په بلوچستان کې رامنځته شوې ده.
په رپوټ کې راغلي، د ځانمرګي بريدونو له کبله په پنجاب او بلوچستان کې د ترهګرۍ په تړاو د مړينې شميره د مخکې کال په پرتله ٪۱۰ زياته شوې ده.
د دغې مطالعې له مخې، کراچۍ اوس هم د هیواد "تر ټولو پر تشدد ډسټرکټ" وو، خو په دغه ښار کې په ۲۰۱۶ کال کې د ۲۰۱۵ کال په پرتله لږ جرمونه ثبت کړی شوي دي. دې مطالعې په پاکستان کې د دهشت ګردۍ له منځه وړلو لپاره په کراچۍ کې د پوځ ضرب عضب عملياتو (چې په شمالي وزیرستان کې د جون ۲۰۱۴ کال راهيسې جاري دي) او د رينجرو عملياتو ته کريډټ ورکړو.