سيند ۳۰۰ وسله وال د انتها پسندۍ نه راړوي

د سټاف راپور

کراچۍ - ميډيا راپور ورکړو چې د سیند د پوليسو د تروریزم سره د مبارزې ادارې (CTD) په دې وروستيو کې پوځي عدالتونو ته د تروریزم ۳۱ کيسونه وليګل او د سيند په مختلفو زندانونو کې نږدې ۳۰۰ وسله وال د انتها پسندۍ نه راړوي.

دنیا تلويزيون د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲مه) راپور ورکړو چې سي ټي ډي ايډيشنل انسپکټر جنرل (AIG) ثناء الله عباسي په يو خط کې صوبايي هوم ډپارټمنټ ته سپارښتنه وکړه.

د ډان خبري اژانس له مخې، عباسي د يکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱مه) وويل چې د نيولې شوي وسله والو د انتها پسندۍ نه راړولو لپاره، سي ټي ډي پلان لري چې د وسله والو نفسياتي پروفايلونه تيار کړي.

عباسي وايي، سي ټي ډي کوشش کوي چې د کراچۍ يونيورسټۍ يا بلې يوې ادارې سره د تفاهم ياداشت باندې دستخط وکړي چې نفسياتي ډاکټران د وسله والو معاينه وکړي او هغوی بحال کړي.

هغه وويل، سي ټي ډي پلان لري چې په کراچۍ کې په رزاق آباد پوليس ټريننګ سنټر کې د بيارغونې مرکز جوړ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500