پاکستاني ځواکونو جدې ته په تلونکې جهاز کې هیرویین ونیول

د سټاف راپور

کراچۍ -- د جيو نيوز له مخې، پاکستان انټرنيشنل ايرلاينز وويل، امنيتي پرسونلو د چارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۱مه) په جناح انټرنيشنل ايرپورټ کې سعودي عرب ته په تلونکې جهاز کې ۱۷ کلوګرامه هیرویین ترلاسه کړل.

د پي آی ای جټ به جدې ته تلو.

د ايرپورټ امنیتي ځواکونو، د نشه يې توکو ضد ځواک، او د کسټم افسرانو دغه هیرویین هغه وخت وموندل کله چې هغوی جهاز لټوو.

د ايرلاين مشر برنډ هلډنبرينډ د سملاسي څېړنې امر ورکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500