د ډان خبري اژانس له مخې، د پوځ د جنوبي کومانډ کومانډر لفټننټ جنرل امير رياض د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۰مه) په کوټه کې وويل، په صوبه بلوچستان کې نږدې ۷۰۰ پاکستاني امنيتي پرسونل د ترهګرۍ سره په جګړه کې وژل شوي دي.
رياض ظاهرا د "تېرو۱۰ نه ۱۲ کالو" مرګ ژوبلې ته اشاره کوله. هغه دا خبره د فرنټير کور (ايف سي) هيډکوارټر کې په يو پروګرام کې څرګنډه کړه.
امير وويل، په بلوچستان کې امنيتي پرسونل د ځايي بیلتون غوښتونکو، او همدارنګه د القاعدې سره تړاو لرونکو او فرقه يي وسله والو سره جګړه کوي.