پاکستان په سکول کې د طالبانو لخوا د قتل عام دويم تلين لمانځوي

د سټاف راپور

پېښور - پاکستان د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۱۶مه) په پېښور کې په آرمي پبلک سکول کې د تروریستي قتل عام دوهم تلين ولمانځلو. په دغه موقع د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د وژل شوي هر يو طالب علم بدله اغيستلو ژمنه وکړه.

طالبانو په ۲۰۱۴ کال کې د دسمبر په ۱۶مه په سکول باندې حمله وکړه او نږدې ۱۵۰ کسان، چې تقريبا ټول ماشومان او استاذان وو، یې ووژل.

دنیا نيوز خبر ورکړ چې باجوه په سکول کې په تقريب کې ګډون وکړو او د غمجنو کورنیو سره یې د خبرو کولو نه مخکې د ګلونو يوه ګيډۍ کېښوده او دعا يې وکړه.

د ای ايف پي له مخې، باجوه دغې غونډې ته وويل، "موږ هغه ماشومان نه شو هېرولی."

هغه وويل: "د نن ورځې د تقريب موخه دا ده چې یاد کړو چې څومره وينه توی شوي وه." "دغه زخم ډیر زيات دی او د دې مکمل علاج نا ممکنه دی."

هغه وويل، پاکستان به د ترهګرو په وړاندې جګړه تر هغه وخته پورې جاري ساتي تر څو چې آخرنی کس له منځه وړلی شوی نه وي.

طالبانو ویلي دي چې دوی دغه برید ترسره کړی وو، چې ټول نهه وسله وال په کې وژل شوي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500