پېښور - سما نيوز راپور ورکړ چې په پېښور کې د آرمي پبلک سکول (ای پي ايس) يو بل طالب علم، چې په ۲۰۱۴ کال کې په تروریستي حملې کې زخمي شوی وو، دوه کاله وروسته د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۳مه) وفات شو.
د چترال د ارشاد حسين مرۍ او ملا د ډزو له کبله زخمي شوې وه او په راولپنډۍ هسپتال کې یې د دوه کاله علاج وکړو. هغه د قتل عام وروسته په ذهني ترومه کې هم مبتلا و.
د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترهګرو د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۶مه په دغه سکول کې نږدې ۱۵۰ ماشومان او استاذان وژلي وو.