چکوال، پاکستان - ميډيا راپور ورکړ چې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۲مه) د صوبه پنجاب په چکوال ډسټرکټ کې د احمدي مذهبي اقلیت په عبادت ګاه باندې د پاریدلي ډله په يوه حمله کې يو څو تنه زخميان شوي دي.
د آزادې راډيو راپور وکرړ، د ډپټي کمشنر محمود جاويد بهټي له مخې، د ۱۰۰څخه زياتې پاریدلي ډلې په عبادت ګاه باندې په کانړو او خښتو حمله وکړه.
يو ځايي پوليس رشيد احمد وويل: له دې نه مخکې چې پوليس هغوی منتشر کړي، پاریدلي ډله دغه ودانۍ ته اور ولګوو.
د دغه حملې د مقصد په باره کې څه راپور نه دی ورکړی شوی، خو سخت دريځو په وار وار احمدي اقليت په نښه کړی دی.