په شمالي وزيرستان کې د سکول نه بهر په يو بمي چاودنه کې د نهه کالو جينۍ ووژل شوه

ای ايف پي

چارواکي وايي چې د پاکستان په شمال کې په قبايلي سيمه کې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۲مه) د يو سکول دروازې ته نږدې په يوه بمي چاودنه کې د نهه کالو جينې ووژل شوه او درې نور ماشومان زخمي شول.

دغه چاودنه په شمالي وزیرستان کې، چې د پاکستان پوځ په دغه سيمه کې د جون ۲۰۱۴ کال راهیسې د وسله والو سره جګړه کوي، د يو سکول نه بهر رامنځته شوه.

يو ځايي حکومتې چارواکي ای ايف پي ته وويل، "په دغه چاودنه کې د نهه کالو يوه جينې ووژل شوه او درې نور ماشومان چې عمرونه يې د اتو نه نهه کالو پورې وو، زخمي شول. دغه بم هغه وخت وچاوديدو کله چې دوی د سکول دروازې ته نزدې ښخ کړی شوي بارود وپرانیستل."

يو ځايي امنيتي چارواکی هم د دغه پیښې تایید وکړ.

پوځ په شمالي وزیرستان کې په جون ۲۰۱۴ کال کې عملیات پیل کړل چې په سيمه کې د وسله والو اډې ختم کړي او دغه خونړۍ بغاوت پای ته ورسوي. په دغه بغاوت کې د ۲۰۰۴ کال راهیسې په زرګونو خلک وژل شوي دي.

په نتيجه کې امن ښه شوی دی. اوس هم کله کله بریدونه ترسره کيږي، خو د پخوا په مقابله کې کم دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500