وسله وال په شمالي وزيرستان کې ځايي ميډيا ته دهمکي ورکوي

د سټاف راپور

اسلام اباد - جيو نيوز د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۲مه) راپور ورکړ چې په جنوبي وزیرستان کې ژورنالستان د وسلوالو له خوا د دهمکۍ ورکولو د کوشش په اړه شکايت کوي.

ژورنالستانو وويل، تحریک طالبان پاکستان په جنوبي وزيرستان کې په دې وروستيو کې د وانا په رستم بازار کې رسالې وویشلې، چې ځايي ژورنالستانو ته يې د "غلط راپورونو" ورکولو له امله دهمکۍ ورکړې.

په دغه رسالو کې په ژورنالستانو تور لګولی شوی دی چې دوی "د يو حکومتي چارواکي نه هدايات" اخلي او وايي چې ټي ټي پي په جنوبي وزيرستان کې يو ژورنالست هم نه غواړي.

لږ تر لږه څلور تنه خبريالان په تېرو څو کلونو کې په جنوبي وزيرستان، چې د ټي ټي پي د زيږون ځای دی، کې وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500