پاکستاني ځواکونو ۴ وسله وال ووژل او ۱۱ شکمن کسان یې ونيول

د سټاف راپور

اسلام اباد - ميډيا راپور ورکړ چې پاکستاني ځواکونو په دې وروستيو کې په پنجاب کې کې څلور ترهګر ووژل او په بلوچستان کې يې ۱۱ کسان ونیول.

د ډان خبري اژانس له مخې، د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۷ مه) وويل، د پنجاب پوليسو د ډزو په يوه جګړه کې په دې وروستيو کې په شيخوپوره ډسټرکټ کې څلور کسان ووژل. دغه کسان پټ شوي ول او پلان یې لرلو چې په حساسو تاسيساتو بريد وکړي.

سي ټي ډي وويل، دغه ترهګر د لشکر جنګوي او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تعلق لرلو. سي ټي ډي زياته کړه چې درې يا څلور وسله وال وتښتيدل.

د ډان خبري اژانس له مخې، د ايف سي وياند وسي خان د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۷مه) وويل، د بلوچستان په برخان ډسټرکټ کې فرنټير کور (ايف سي) په دې وروستيو کې ۱۱ مشکوک وسله وال ونیول.

د ډان خبري اژانس يو صوبايي کيبنيټ ميټنګ ته په اشاره کولو سره راپور ورکړ، چې له بلې خوا د سیند هوم ډيپارټمنټ د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۷ مه) ۶۲ منع شوي ډلې په ګوته کړې کومې چې په صوبه کې فعاليت کوي. هوم ډيپارټمنټ وويل، په دغه ۶۲ ډلو کې هغه ۳۵ ډلي شامل دي په کومو چې وفاقي حکومت بنديز لګولی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500