باجوه د ۴ ترهګرو د مرګ حکم دستخط کوي

د سټاف راپو

اسلام آباد -- د ډان خبري اژانس له مخې، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (آیي اېس پي ار) وايي چې د پاکستان د پوځ لوی مشر جنرل قمر جاوید باجوه د دسمبر په ۵ مه د څلورو محکوم ترهګرو د مرګ حکم دستخط کړو.

دغه ترهګرو يو شمير مختلف بريدونه ترسره کړي وو، چې په دې کې په جون ۲۰۱۴ کال کې په کراچۍ کې په جناح انټرنيشنل ايرپورټ باندې حمله او په جنوري ۲۰۱۴ کال کې د کراچۍ سينير سپرينټنډنټ آف پولیس چوهدري محمد اسلم وژل شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500