د خیبرايجنسۍ هوايي بريد ۸ وسله وال ووژل

د سټاف راپور

پېښور - د ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې د نومبر په ۲۹مه امنيتي ځواکونو په خيبر ايجنسۍ کې په یوهوايي حمله کې اته وسله وال ووژل کله چې د پوځ نوي ټاکل شوي مشر د شمالي وزيرستان څخه لیدنه وکړه.

چارواکي وايي چې په تیرا دره کې د پاکستاني هوايي پوځ بريد د وسله والو ځینې پټنځايونه تباه کړل.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي، له بلې خوا، د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په همدغه ورځ په پېښور کې د يوولسم ځواک هيډکوارټر او همدارنګه د شمالي وزيرستان څخه لیدنه وکړه. د پوځ افسرانو هغه ته د خیبر پښتونخوا او د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو کې د امنیتي حالت په باره کې بريفينګ ورکړو.

باجوه وويل: "یو ترهګر ته به هم هيڅ کله د بېرته راتلو اجازه ور نه کړی شي"

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500