کوټه، پاکستان - رسنيو راپور ورکړ چې په بلوچستان کې په دې وروستيو کې لږ تر لږه اووه تنه پاکستانيان د څلورو امنيتي پرسونلو په ګډون ووژل شول.
دنیا تلويزيون د نومبر په ۲۱مه راپور ورکړ چې د سړک د غاړې يو بم چې په چمن کې د امنیتي ځواک موټر ته نږدې وچاوديد یو ملکی وګړی ووژلو.
د ډان خبرې اژانس له مخې، چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په کوټه کې د نومبر په ۱۹مه پر امنيتي پرسونل بريد وکړ او د ايف سي درې پرسونل او يو پوليس کانسټیبل یې ووژلو.
د ډان خبري اژانس راپور ورکړ، چارواکي وايي چې په جلا ډول د ليوی ځواک د نومبر په ۲۰ مه په کچ ولسوالۍ کې په ګولو سوري دوه مړي ترلاسه کړل.
د ايف سي وياند وويل، په همدې ورځ، ايف سي د بلوچستان په دريو ولسواليو کې د لشکر جنګوي (LeJ) او تحریک طالبان پاکستان (TTP) درې شکمن غړي ونيول.