د کراچۍ او پنجاب پوليسو ۳ وسله وال ووژل او ۲۹ شکمن کسان یې ونيول

د سټاف راپور

کراچۍ -- رسنيو راپور ورکړ چې پاکستاني ځواکونو په دې وروستيو کې په کراچۍ کې درې وسله وال ووژل او په پنجاب کې یې ۲۹ شکمن کسان ونيول.

د ډان خبري اژانس له مخې، رينجرو د نومبر په ۹مه وويل چې په کراچۍ کې نيم پوځي رينجرو په ډزو کې درې ترهګر ووژل.

د رینجرو وياند وويل، په دغه پيښه کې يو رینجر ټپي شو.

جيو نيوز او دنیا تلویزیون خبر ورکړ چې پوليسو د نومبر په ۱۰مه د پنجاب په ګجرات ولسوالۍ کې ۲۵ شکمن ترهګر ونيول او د نومبر په ۹مه یې څلور شکمن ترهګر په بهاولپور ولسوالۍ کې ونيول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500