اسلام اباد - په بلوچستان کې څه دپاسه ۲۰۰ وسله وال په دې وروستيو کې تسليم شول، په داسې حال کې چې د پاکستان په نورو برخو کې د تاوتريخوالي له کبله يوه سرتيری او دوه ترهګر ووژل شول.
د ډان خبري اژانس راپورورکړی چې بلوچي وسله والو په کوټه کې د نومبر په ۷ مه خپلې وسلې وسپارلې.
د جيو نيوز او دنیا تلويزيون له مخې، پوليس وايي چې امنیتي ځواکونو د نومبر په ۸ مه په کراچۍ کې دوه ترهګر ووژل او درې کسان ونیول.
د ډان خبري اژانس له مخې، چارواکي وايي چې د خيبر ايجنسۍ تيره دراه کې د سړک د غاړې په يوې بمي چاودنه کې د نومبر په ۷ مه یو عسکر ووژل شو.
د سما تلويزيون له مخې، د سیند اعلی وزير مراد علي شاه وايي، د سیند ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په دې وروستيو کې د لشکر جنګوي دوه شکمن غړي ونيول.
شاه زياته کړه، چې دوی د دوو سرتېرو او د اووه پوليس افسرانو په وژلو کې تورن دي او د صوفي سندرغاړي امجد صابري په وژنه کې ښکېل دي.