پاکستان دهشتګرد، سياستدان ووژل شول؛ عسکرو ۱۴ شکمن کسان ونيول

د سټاف رپورټ

اسلام اباد - پاکستاني عسکرو په پنجاب صوبه کې د نومبر په اول تاريخ د القاعدې یو کس ووژلو او په کراچۍ کې یې د اکتوبر په ۳۱مه ۱۴ شکمن کسان ونيول.

د جيونیوز ترمخه، پولیسو د پنجاب خوشاب ضلعه کې په ډزو کې د القاعدې يو غړي ووژلو. پولیسو د هغه نوم نه دی ذکر کړی.

دنیا ټي وي د نومبر په اول تاريخ راپور ورکړ چې په کراچۍ کې پوليسو په مختلفو عملیاتو کې ۱۴ شکمن کسان ونيول.

د ډان ترمخه، په عين حال کې پوليسو د اکتوبر په ۳۱مه د یونين کونسل چيرمين محمد ولید چې اغوا شوې و په ګولو سوری لاش د بلوچستان صوبې په تربت سيمه کې وموندلو.

پوليس وايي، ولید تقريبا يوه هفته مخکې هغه وخت اغوا کړای شو کله چې هغه تربت ته روان و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500