په پاکستان کې د تاوتريخوالي په وجه ۶ دهشتګرد، ۵ ملکي تنان او يو پوليس وژل شوي دي

د سټاف رپورټ

اسلام اباد - د میډیا رپورټونو ترمخه، د ۴۸ ګنټو په دوران کې په پنجاب صوبه او کراچۍ کې د شپږ ترهګرو او يو پوليس په شمول لږ تر لږه ۱۲ پاکستانيان وژل شوي دي.

د جيو نیوز د رپورټ ترمخه، د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (CTD) د اکتوبر په ۲۹مه په خانيوال ضلعه کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) څلور تنان په ډزو کې وژلي دي.

د جیو نیوز د رپورټ ترمخه، د پنجاب صوب د فيصل اباد ضلعه کې د اکتوبر په ۳۰ مه په ډزو کې یو پولیس او پرهغه بريد کونکی دواړه وژل شوي دي. دغه وسله وال د پولیسو په یو ټیم حمله کړې ده.

دنیا ټي وي د اکتوبر په ۳۰ مه رپورټ ورکړ چې د پنجاب صوبې سرګودها ضلعه کې CTD په روستو وختونو کې د بسونو یو سټاپ ته نژدې څلور شکمن دهشتګرد نيولي دي.

دنیا ټي وي او جیونیوز رپورټ ورکړی چې په جلا توګه د سند صوبې په کراچۍ کې د CTD پرسونل د اکتوبر په ۳۰مه يو ترهګر وژلې دی، په داسې حال کې چې پوليسو او نیمه فوجي رینجر عسکرو ۳۳ تنان چې د جرمونو او دهشتګردۍ شک ورباندې کیږي نیولي دي.

له بلې خوا، نامعلومو وسله والو په روستو وختونو کې د اکتوبر په ۲۹مه په کراچۍ کې د شيعه ګانو په جلسه حمله وکړه. په دغې حمله کې لږ تر لږه پنځه عبادت کوونکي وژل شوي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500