د کوټې پولیسو ۴ ترهګر وژلي دي

د سټاف راپور

کوټه - د جيو خبري اژانس راپور ورکړی چې پولیسو په کوټه کې د اکتوبر په ۲۷ مه په ډزو کې څلور ترهګر وژلي دي. په دې کې د پولیسو درې افسران هم ټپيان شوي دي.

پوليس وايي، چې پوليسو په هزار ګنجۍ سيمه کې د وسله والو سره مخامخ شول او کله چې وسله والو د تسليم کيدلود امر څخه انکار وکړ، پولیسو ډزې يې پيل کړې.

د ډان خبري اژانس د اکتوبر په ۲۷ مه راپور ورکړی چې له بلې خوا د بلوچستان اعلی وزير نواب ثناء الله زهري په دې وروستيو کې د پوليسو درې ستر چارواکي وځنډول چې په دې کې په دې وروستیو کې پر پوليسو د روزنېز مرکز بمبارۍ قوماندان هم شامل و. زهري د غفلت تور پر چارواکو ولګوو.

په کوټه کې د اکتوبر په ۲۵ مه د بلوچستان پوليس کالج په تروریستي چاودنه کې لږ تر لږه ۶۲ پاکستانيان چې زیاتره یې نوي پولیس محصلين وو، ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500