اسلام اباد - د پوليو واکسين کارکونکی او درې ترهګر په دې وروستيو کې وژل شوي دي او پاکستاني چارواکو ۶۸ شکمن کسان په ملي کچه نيولي دي.
د ډان خبري اژانس راپور ورکړی چې وسله والو په خيبر ايجنسۍ کې د اکتوبر په ۲۶مه د واکسين کارکونکی په ډزو وژلی دي.
د جيو خبري اژانس د CTD يو چارواکي له خولې راپور ورکړی چې د سېند د تروریزم سره د مبارزې ادارې (CTD) د اکتوبر په ۲۷مه په کراچۍ کې لږ تر لږه درې وسله وال وژلي دي.
دنیا تلویزیون خبر ورکړی چې پوليسو او نورو ځواکونو د اکتوبر په ۲۶مه ۶۶ شکمن جنايتکاران په کراچۍ او پنجاب ولایت کې نیولي دي.
ايکسپريس تريبيون د اکتوبره په ۲۷مه راپور ورکړی چې له بلې خوا پاکستان په وړانديز شوي پېښور-کابل موټروې احتمالي څیړنه پیل کړې ده.
يو چارواکی وايي، چې نيشنل هائي وې اتهارټي د مشاورينو استخدام لپاره اجازه تر لاسه کړه. په دغه پروژه باندې به درې کاله او ۸۰ میلیارده روپۍ (امریکايې ۷۶۳.۶ميليونه ډالره) لګښت راځي.
د NHA کاشف زمان وايي، کابل د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د اګست د ۲۰۱۳ کال په غونډه کې د دغې پروژې غوښتنه وکړه. کيدی شي چې دا لویه لاره د هېوادونو سوداګرۍ ته وده ورکړي او د پاکستان منځنۍ اسيا ته لاس رسی ورکړي.