مهم وسله وال قوماندان وژل شوی دی؛ د ۳۵۰،۰۰۰ څخه زيات افغان کډوال بېرته کور ته ځي

د سټاف راپور

پېښور - ايکسپريس ټريبيون خبر ورکړی چې د خيبر پښتونخوا (KP) ولايت په ټانک ولسوالۍ کې د اکتوبر په ۱۹ مه د امنيتي ځواکونوسره په مبارزه کې یو لوړ پوړی وسله وال قومندان وژل شوی دی.

يو امنيتي چارواکی ايکسپريس ټريبيون ته وويل، د شورا مجاهدین وزيرستان يوه قوماندان د ټانک ولسوالۍ او جنوبي وزيرستان ايجنسۍ تر منځ په ګومل دره سيمه کې په استخباراتي بنسټ عملياتو کې وژل شوی دی.

هغه په ۲۰۰۹ کال کې پر پاکستان پوځي هيډکوارټر په بريد کې شامل وو او ځانمرګي بريد کوونکو ته په تربيت ورکولو کې کارپوه و.

ډان خبرې اژانس د اکتوبر په ۱۹مه راپور ورکړ، د ملګرو ملتونو معلومات ښايي چې په عين حال کې د افغان کډوالو خپل هېواد ته ستنیدل دوام لري ځکه چې له ۰۰۰، ۳۵۰ څخه زيات راجستر شوي او نا راجستر شوي کډوال سږ کال له پاکستان څخه افغانستان ته لاړل.

په افغانستان کې د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له مخې، يو شمېر ۳۶۹،۴۲۲ کډوال - ۱۶۲،۱۸۶ ناراجستر شوي او ۲۰۷،۲۳۶ راجستر شوي - له پاکستان څخه افغانستان ته بيرته لاړل. OCHA تمه لري چې ۰۰۰، ۴۴۶ افغانان به د دې کال په پای کې له پاکستان څخه لاړ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500