کوټه - رسنيو راپور ورکړی چې د منع شوې بلوچستان جمهوري پوځ ۴۳ وسله والو يوه ډلې د بغاوت څخه لاس واخيست او په بلوچستان کې د امنيتي ځواکونو په وړاندې تسليم شول، په داسې حال کې چې د داعش تروریستي ډلې دوه شکمن غړي په پېښور کې نیول شوي دي.
فرنټير کور د ډان له مخې وويل، تسليم شوي وسله والو د اکتوبر په ۱۸مه په دیره بګټي ولسوالۍ کې په یوه مراسم کې امنيتي ځواکونو ته خپلې وسلې وسپارلې او له نوابزاده برهمداغ بګټي سره يې تابعيت پريښود.
د جيو خبرې اژانس راپور ورکړی چې په جلا ډول د پوليسو د ترهګرۍ پر ضد ادارې (CTD) د اکتوبر په ۱۸ مه په پېښور کې د داعش دوه شکمن غړي نيولي دي.
د CTD يو چارواکی وايي چې نيول شوي داعش فعالانو په ښار کې د پاکستان ضد ادب او نورې رسالی وېشلې.