په پاکستان کې د تاوتريخوالي له کبله ۹ تنه ووژل شول

د سټاف راپور

اسلام اباد - په پاکستان کې په جلا امنیتي عملیاتو او د تاوتريخوالي د پېښو په ترڅ کې لږ تر لږه نهه کسان د پینځوو شکمن ترهګرو په ګډون وژل شوي او پنځه وسله وال نیول شوي دي.

د پولیسو د تروریزم پر وړاندې ادارې (CTD) د جيو خبرې اژانس په وینا تايید وکړ چې د اکتوبر په ۱۷مه د پنجاب په ګجرانواله ولسوالۍ کې په ډزو کې د القاعدې لږ تر لږه درې شکمن کسان وژل شوي دي.

سما تلويزيون راپور ورکړی چې په جلا توګه ايف سي د اکتوبر په ۱۷مه د بلوچستان ولايت په نصير اباد ولسوالۍ کې د کومبنګ عملياتو په ترڅ کې دوه نور شکمن کسان په ډزو وژلي دي.

د جيو خبرې اژانس راپور ورکړ، له بلې خوا پولیسو د اکتوبر په ۱۸ مه د کراچۍ په منګهوپیر سيمه کې د لټون په عملياتو کې پنځه تورن ترهګر نيولي دي چې په دوی کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سوات يو قوماندان شامل وو.

دنیا تلویزیون خبر ورکړ، په نورو خبرونو کې راغلي دي چې د اکتوبر په ۱۷مه د لياقت اباد په ايف سي سيمه کې د شپې په يو امام بارګاه کې د لاسي بم بريد له امله يو ماشوم وژل شوی او ۲۰ نور کسان ټپيان شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500