اسلام آباد - ايکسپريس ټريبيون د اکتوبر په ۱۲ مه راپور ورکړی چې د پاکستان چارواکو د افغان طالبانو لږ تر لږه اته مشران له افغان حکومت سره د سولې د خبرو څخه د ډډه کولو له امله په توقيف کې ساتلي دي. په نيولی شوي کسانو کې درې مهم کسان شامل دي.
د طالبانو سرچينو تایيد کړی دی چې هغه طالبان مشران چې په دې وروستيو کې د بلوچستان په مختلفو سيمو کې نيولی شوي، وو په هغوی کې موتي چې د ملا نانۍ په نامه سره ياديږي او د دايکنډي ولايت د طالبانو والي ملا اختر منصور سلیمان آغا لاندې د استخباراتو مشري کوي او ملا ثاني چې د صمد ثاني په نوم پیژندلی شي چې د يوه مذهبي ښوونځی مشر و او يو مشهور سوداګر دی شامل دي.
ايکسپريس ټریبیون خبر ورکړی دی چې د نیول شوي کسانو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلی شوي خو طالبانو له حکومت سره د سولې د خبرو پيلولو څخه "ډډه" کړې وه.