غبرګو چاودنو او د اورګاډی پېښې کې ۸ پاکستانيان ووژل شول؛ ايف سي يو بم خښوونکی ووژلو

د سټاف راپور

اسلام اباد - د دنیا خبرې اژانس راپور ورکړی چې په بلوچستان کې د اکتوبر په ۷ مه د مسافرو يو اورګاډي ته نږدې په چاودنه کې لږ تر لږه اته تنه ووژل شول. دوهم بم د ژغورنې د عملياتو په ترڅ کې وچاوديد.

دغه بمونو د بلوچستان په مچ کې په جعفر ایکسپريس چې کوټې ته به تللو ته نږدې وچاوديد.

د دنیا خبرې اژانس راپور ورکړ چې تېره ورځ فرنټير کور(FC) يوه سيمه ييز قوماندان چې د بلوچستان په ډیره مراد جمالي کې په پټلۍ کې د یو بم خښولو هڅه کوله په ډزو ووژلو. ايف سي يو بم، پټاخې، مزي او سب مشين ګنونه له مړ شوي تن څخه تر لاسه کړل.

د ډان خبرې اژانس د اکتوبر په ۷ مه راپور ورکړ، په عین حال کې، د پنجاب د تروریزم پر ضد رياست په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ټولو مدرسو جیو ټيګينګ پشپړ کړو.

د پوليسو يو چارواکي ډان ته وويل، چې پوليسو د زده کوونکو او ښوونکو مالومات ثبت کړي دي.

د آزادۍ راډيو راپور ورکړی چې په نورو خبرونو کې راغلي چې د پاکستان پارلمان د اکتوبر په ۶ مه د "ناموسي وژنو" د مخنيوي لپاره يوه مسوده منظور کړې ده. دا مسوده که ولسمشر ممنون حسین لاسلیک کړه نو د وژلی شوي ښځې د کورنۍ غړي به له قاتل یا قاتلانو معاف کولو څخه منع کړي.

سناتور فرحت الله بابر چې دغه مسوده يې وړاندې کړې وه جيو خبرې اژانس ته وويل، داسې قاتلين به تر ۲۵ کاله په زندان کې ژوند تيروي که څه هم ځپلی شوي کورنۍ يې وبخښي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500