کوټه -- پاکستاني چارواکي وايي، په دې وروستيو کې په بلوچستان او پنجاب کې لږ تر لږه پنځه وسله وال ووژل شول او اوه شکمن کسان ونيول شول.
د ډان خبرې اژانس له مخې، د فرنټير کور وياند وصي خان د اکتوبر په ۵ مه وويل چې فرنټير کور (FC) په دې وروستيو کې درې وسله وال وژلي دي او په تربت سيمه کې یې پنځه کسان نیولي دي.
هغه زياته کړه، ځواکونو د وسله والو دوه کمپونه له منځه وړي دي او د وسلې زیرمه يې ترلاسه کړي.
د ډان خبرې اژانس د اکتوبر په ۵ مه رپور ورکړ چې د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې پوليسو په دې وروستيو کې هغه دوه وسله وال وژلي دي چې د هغوی پر ګاډي یې بريد کړی وو. په دغه بريد کې د پوليسو يو افسر ټپي شوی وو.
د دنیا تلویزیون خبر ورکړ، په عين حال کې، د پنجاب د تروریزم پرضد ریاست (CTD) د اکتوبر په ۵ مه په لاهور کې د داعش دوه شکمن کسان نيولي دي.
د جيو خبرې اژانس راپور ورکړ چې د سیند ولایت په کراچۍ ښار کې پوليسو د اکتوبر په ۵ مه په یوه کور کې د وسلو يوه زېرمه وموندله. دا د کراچۍ په تاريخ کې د وسلو تر ټوله غټه زيرمه وه.
د کراچۍ اضافي عمومي پلټونکی مشتاق مهر وايي چې په توقیف کې يوه شکمن کس پوليسو ته د وسلو په اړه مالومات ورکړ چې د دغه وسلو له کور څخه د رايستلو لپاره د پنځه ټرکونو ضرورت وو. هغه زياته کړه، ترهګرو دغه وسلې د محرم په ترڅ کې د يو بريد لپاره ساتلې.