کراچۍ - د جيو خبرې اژانس راپور ورکړ چې پولیسو د اکتوبر په ۵ مه په کراچۍ کې تر ټولو زيات مطلوبه درې شکمن کسان ونيول چې د کالج د زده کوونکو په لوټلو کې ښکيل وو.
د ځايي پوليسو يو افسر خرم اعوان وايي، شکمن کسانو يو شمير غلاګاني کړې وې.
د جيو خبرې اژانس زياته کړه، له بلې خوا، د کراچۍ پوليسو په دې وروستيو کې په بلديه ټاون کې ۱۲ نور شکمن کسان نیولي دي. دوی د کراچۍ په نورو برخو کې همدارنګه درې تنه غله او قاتلان نیولي دي.