کویټه - رسنيو راپور ورکړ چې په بلوچستان او پنجاب کې د اکتوبر په ۴ مه شپږ پاکستاني شيعه د څلورو ښځو په ګډون په ډزو ووژل شول.
د ډان خبرې اژانس له مخې، د ولايتي حکومت وياند انور الحق کاکړ وويل، د بلوچستان په کویټه کې وسله والو کسانو په يو بس کې د هزارې څلور شيعه ښځې په مرګوني ډول وويشتلې.
د نيشن خبرې اژانس راپور ورکړ چې په عین حال کې د اکتوبر په ۴ مه په راولپنډۍ کې وسله والو دوه شيعه نارينه په مرګوني ډول وويشتل.دغه نارينه امام بارګاه ته د محرم لمانځلو لپاره روان وو.
د دنیا تلویزیون خبر ورکړ، له بلې خوا، د کراچۍ پوليسو د اکتوبر په ۵ مه د وسلو يوه زیرمه ترلاسه کړه. په دغه زيرمه کې راکټ لانچرونه او د الوتکو ضد ټوپکونه موجود وو.