د خضدار ولسوالۍ شورا مشر له وژنې څخه بچ شو

د سټاف راپور

ګوادر، پاکستان - د ډان خبرې اژانس راپور ورکړ چې د خضدار ولسوالۍ شورا مشر او د بلوچستان پخوانی ولايتي وزیر د اکتوبر په ۳ مه په تربت کې د وژلو په هڅه کې بچ پاتې شو.

د ولسوالۍ شورا مشر آغا شکيل دراني، پخوانی سناتور او ولايتي وزير مير اسلم بوليدي او دوه نور کسان له مند سيمې څخه تربت ته سفر کوو چې د دوی پر کاروان بريد وکړی شو.

چارواکي وايي، چې په کاروان کې ليوي پرسونلو په ځواب کې هم ډزې وکړې چې برید کونکي يې غرونو طرف ته په تېښته مجبوره کړل. يوه چارواکي وويل چې په کاروان کې هيڅوک ټپي شوي نه دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500