اسلام اباد - وسلوالو د سپتمبر په ۲۹مه په بلوچستان کې يو مُلا ووژلو، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو د پنجاب ولایت په ملتان او لاهور کې پنځه شکمن ترهګر ونيول.
د ډان خبرې اژانس د ليوي ځواک د چارواکي له قوله لیکلي چې مولانا سرفراز احمد په خضدار ولسوالۍ کې ووژل شو.
دنیا تلویزیون خبر ورکړ، له بلې خوا، د پنجاب د تروریزم پر ضد ریاست (CTD) د سپتمبر په ۲۹مه څلور شکمن ترهګر د ملتان اورګاډي يو ستيشن ته نژدې ونيول.
CTD وويل چې شکمن کسان په ملتان کې تروریستي بریدونه پلانول. CTD زياته کړه چې د دوی پرسونلو د وسلو یوه لویه زيرمه ترلاسه کړه.
دنیا تلویزیون خبر ورکړی چې استخباراتي کارکوونکو په لاهور کې په همدې ورځ په مومند ايجنسۍ کې يو شکمن کس ونيولو. هغه د درې خاصادارو (محلی پولیس افسران) په وژلو کې تورن دی.
د ډان خبرې اژانس راپور ورکړ، له بلې خوا تښتوونکو د رسنيو اجرائیوي مشر خوشی کړی دی.
د جنګ ګروپ د رسنیو اجرايوي مشر عابد عبدالله په اسلام اباد کې د سپتمبر په ۲۹مه خپل دفتر ته ورسيدو. هغه په پېښور کې د سپتمبر په ۲۸مه تښتولی شوی وو.