په مومند ايجنسۍ کې په يو جومات کې د ځانمرګي بريد له کبله ۲۳ تنه ووژل شو

د سټاف راپور

مومند ايجنسي - ډان د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د سپتمبر په ۱۶مه يو ځانمرګي بريد کونکي د مومند ايجنسۍ په انبار تحصیل کې د جمعې لمانځه پر مهال په یو جومات کې بريد وکړو چې لږ تر لږه ۲۳ تنه په کې ووژل شو او ۲۹ نور ټپيان شول.

سرچينه وايي، چې بريد کوونکي د جومات په برنډه کې ځان والوزاوو.

اسټنټ پوليټيکل ايجنټ نوید اکبر ډان ته وويل، ټپيان د درملنې لپاره د باجوړ ايجنسۍ، چارسدې او پېښور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هيچا د دې بريد مسوولیت نه دې منلی خو پخوا د ورته ټولو بريدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخيستې دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500