کوټه - ډان خبرې اژانس راپور ورکړ چې په کوټه کې د پولیسو روزنیز مرکز ته نژدې د سپتمبر په ديارلسمه نيټه يو ریموټ کنټرول بم چاودنه کې لږ تر لږه دوه پوليس وژل شوي او د پنځو امنيتي پرسونلو په ګډون لس تنه نور ټپيان شوي دي.
د بم د شنډولو سکواډ(BDS) چارواکي وايي، چې دغه بم کې ۲-۳ کلو ګرامه چاودیدونکې مواد موجود وو کوم چې په سرياب سړک باندې نصب کړی شوی وو او دا هغه مهال وچاوديد کله چې د پولیسو د ګزمې موټر د دغې سيمې نه تیریدو.
ټپيان کسان د کوټې ملکي روغتون ته د درملنې لپاره ویوړل شول.