په سيند او سوات کې بمي چاودنو ۱۴ کسان ټپيان کړل

د سټاف راپور

اسلام اباد -- مسلمانان په پاکستان کې د سپتمبر په ديارلسمه نيټه لوی اختر ولمانځله، خو په سېند ولايت کې اختر د يو ځانمرګي بريد له خوا ګډوډ شو.

سما خبرې اژانس راپور ورکړ چې دغه بريد کونکې د سپتمبر په ديارلسمه نيټه په شکارپور ولسوالۍ کې د اختر د لمانځه پر مهال خپل ځان والوزاوه چې د دوو پوليسو په ګډون ۱۱ پاکستانيان يې ټپيان کړل. د دې ځان وژونکې ملګری وتښتېد.

سما خبرې اژانس راپور ورکړ چې همدارنګه په شکارپور کې يو ځانمرګي جوړې په همدغه ورځ د یو امام بارګاه ته ورغلل خو پوليسو په دوی کې یو په ډزو وواژه او بل يې ونیوو.

جيو خبرې اژانس د سپتمبر په دولسمه نيټه راپور ورکړ چې په دې وروستيو کې د سوات په بريکوټ سيمه کې يو ريموټ کنټرول بم د پوليسو يو موټر تباه کړو او لږ تر لږه درې تنه پوليس افسران يې ټپيان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500