په پاکستان کې د تاوتريخوالي له کبله د ۵ امنيتي پرسونلو په شمول ۷ کسان ووژل شول

د سټاف راپور

کوټه - د ډان خبرې اژانس راپور ورکړ چې په پاکستان کې د سپتمبر په څلورمه او پنځمه نيټه لږ تر لږه پنځه تنه امنيتي پرسونل، د سولې د کمیټۍ غړی او یو وسله وال وژل شوي دي.

د ډان خبرې اژانس له مخې، د پوليسو یو لوړ پوړي چارواکي وويل چې په موټر سائيکل سواره وسله والو کسانو د سپتمبر په پنځمه نيټه د بلوچستان ولايت په مستونګ ولسوالۍ کې د پولیسو يو معاون فرعي پلټونکی او د هغه څارندوی زوی ووژل.

پوليس وايي، چې وسله والو کسانو په مستونګ کې د سپتمبر په پنځمه نيټه په جلا وژنه کې د ليوي ځواک يو غړی وواژه.

د مومند اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ حسيب الرحمان خليل تائید کړه چې د سپتمبر په څلورمه نيټه د سړک په غاړه د بمونو په چاودنه کې په مومند ايجنسۍ کې د امنيت دوه کارکوونکي ووژل شول.

ډان خبرې اژانس راپور ورکړ چې امنيتي ځواکونو د سپتمبر په څلورمه نيټه د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د شعیب بهيتاني چې د سولې د کمېټې يو پخوانی غړی و د مرمیو سوری سوری بدن وموندل. ډان خبرې اژانس دا راپور هم ورکړ چې امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې په ټانک کې د ډزو په ترڅ کې يو وسله وال وواژه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500