په پنجاب کې یو ترهګر ووژل شو؛ ۱۰ پاکستانیان په بلوچستان کې د لاسي بم په واسطه ټپیان شول

د سټاف راپور

لاهور-- رسنیو راپور ورکړ چې پاکستاني چارواکو په وروستیو کې یو ترهګر په پنجاب ایالت کې وواژه، په داسې حال کې چې ۱۰ تنه پاکستانیان په بلوچستان کې د یوه لاسي بم په واسطه ټپیان شول.

د دنیا تلوېزیون د راپور له مخې، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادارې (CTD) یوه ویاند وویل چې د پنجاب د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادارې (CTD) د یوه خبر په ترلاسه کولو سره د اګست په ۲۳مه په ګجرات ولسوالۍ کې په یوه سیمه چاپه ووهله. پولیسو په ډزو کې یو ترهګر وواژه، په داسې حال کې چې ۴ تنه شکمن کسان وتښتېدل.

ډان راپور ورکړ چې پولیسو د اګست په ۲۲مه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په کوټلي ولسوالۍ کې یو شکمن اورپکی ونیو. پولیسو وویل چې هغوی د نیونې پر وخت خواوشا ۱۰ کیلوګرامه چاودونکي توکي هم ونیول.

په جلا ډول، ډان راپور ورکړ چې پولیسو د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په کوټلي ولسوالۍ کې د اګست په ۲۲مه یو شکمن اورپکی ونیو. له نیول شوي شکمن کس څخه خواوشا ۱۰ کیلوګرامه چاودونکي مواد هم ترلاسه شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500