پاکستاني ځواکونو په خيبر ايجنسۍ کې ۴۰ وسله وال وژلې دي؛ په کراچۍ کې ۲ عالمان وژلی شوي دي

د سټاف راپور

کراچۍ - رسنيو راپور ورکړ چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې څلويښت وسله وال او دوه عالمان وژلی شوي دي.

د ډان خبري اژانس له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر (آئى ايس پى آر) په یوه خبرپاڼه کې د اګست په دويشتمه نيټه وايي چې پوځونو په خيبر ايجنسۍ کې د اونۍ اوږدې خیبر III عملياتو په ترسره کولو کې لږ تر لږه ۴۰ وسله وال وژلې دي او ۴۳ پټنځيانو یې له منځه وړي دي.

د جيو خبري اژانس د ګلشن اقبال د پوليسو رئيس ډاکټر فهد له خولې راپور ورکړ چې وسله والو د اګست په دريشتمه نيټه په کراچۍ کې مفتي کامران او مفتي غلام د خپلې ديني مدرسې په دفتر کې وژلي دي.

د ايکسپرس تريبون له مخې، د پوليسو لوړ پوړي چارواکي زاهد خان وويل، د اګست په دریشتمه نيټه د خیبر پښتونخوا په دير اپر کې پر مشرانو د لاسي بم چاودنه کې لږ تر لږه د ښوونځی دوه ماشومان ټپيان شوي دي. هغه وويل، دغه ماشومانو له لاسي بم سره لوبې کولې چې دا وچاوديد.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500