اسلام اباد - رسنيو راپور ورکړ چې په خیبر او باجوړ ايجنسیانو کې له تاوتريخوالي له کبله لږ تر لږه ۱۱ وسله وال او د پاکستان د امنیتي چارو يو افسر وژل شوی دی.
سما خبري اژانس د اګست په اتلسمه نيټه د پوځ له خولې راپور ورکړ چې د پاکستان جنګي الوتکو په دې وروستيو کې د وسلوالو اته پټنځيونه له منځه وړي دي او په خيبر ايجنسۍ کې يې لږ تر لږه ۱۱ وسله وال وژلې دي.
جيو خبري اژانس د اګست په نولسمه نيټه راپور ورکړ چې په باجوړ ايجنسۍ کې په وروستۍ چاودنه کې يو امنيتي افسر وژلی شوی دی.