راولپنډي - د ميډيا راپورونو ترمخه د پاکستان سياسي او عسکري مشران د اګست په ۱۰ مه نيټه د "کومبنګ" عملیاتو په پراخه کولو موافق شو څو ترهګري له منځه یوسي.
د اګست په ۱۰ مه په اسلام آباد کې د لومړي وزیر نواز شريف په مشرۍ کې د یادې موضوع په اړه یوه مهمه غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزیر، لوی درستیز او نورو لوړ پوړي چارواکو شرکت وکړ.
د دنيا ټي وي د راپور ترمخه چارواکي د ترهګرو په ضد په سختو عملياتو پيل کولو موافق شو.
سرچینو وویل، هغوی دا پریکړه هم وکړه چې د مدرسو د اصلاح په اړه د بحث کولو لپاره به د مذهبي عالمانو یوه کنفرانس ترسره کړي.
د جیو نیوز ترمخه، آیي ایس پي آر (ISPR) د اګست په ۹ مه وویل چې یوه ورځ مخکې د پنډۍ په کنفرانس کې لوی درستیز جنرل راحیل شریف کور کمانډرانو ته امر کړی دی چې د ترهګرۍ خلاف په خپلو هلو ځلو کې شدت راولي.
راحیل وویل، په کویټه کې د اګست د ۸ مې نیټې ځانمرګی برید، چې لامله یې له ۷۰ څخه زیات کسان ووژل شو، د ضرب عضب (په شمالي وزیرستان کې عسکري عملیات د ۲۰۱۴ کال په جون کې پیل شو) عملیاتو د کمذوري کولو هڅه ده.
په عین حال کې، ډان نیوز راپور ورکړ چې په باجوړ ایجنسۍ کې د اګست په ۹ مه په ریموت کنترولیدونکي چاودیدونکي موادو دوه عسکر ووژل شو.
چارواکې وایي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دغه دوو کسانو په کچرو خپلې پوستې ته اوبه راوړې.