کوېټه -- دنیا نیوز راپور ورکړ چې د کوېټې په یوه روغتون کې دننه د اګست په ۸مه یوه ځانمرګي بمي برید لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل.
ډان د بلوچستان د داخله سکرټر اکبرحریفال له قوله راپور ورکړ چې چاودنه د ملکي روغتون دننه هغه وخت وشوه چې ډاکټرانو د بلوچستان د وکیلانو د اتحادیې د رییس بلال انور کاسي جسد راوړ او خبریالان او ژورنالستان پرې ورټول شول. کاسي د همدې ورځې په پیل کې ویشتل شوی او وژل شوی وو.
د پولیسو یوه جیګپوړي چارواکي ظهوراحمد افريدي وویل چې په مړو کې زیاتره کسان وکیلان ول.
ډان راپور ورکړ چې د آج تلوېزیون د کمره چلوونکي په شمول ژورنالستان هم ووژل شول.
د سترې محکمې د وکیلانو اتحادیې د حقوقي ټولنې په ویر کې اوه ورځې ماتم اعلان کړ.