چترال، پاکستان -- رسنیو راپور ورکړ چې په پاکستان کې وروستي تاوتریخوالي لږ تر لږه ۵ تنه اورپکي او ۲ تنه چارواکي ووژل.
د جیونیوز د راپور په اساس، عسکرو د اګست په ۳مه د خیبرپښتونخوا په چترال کې لږ تر لږه ۵ تنه اورپکي ووژل.
دغه جګړه څو ورځې وروسته له هغه پېښه شوه چې نژدې ۳۰ تنه افغانستان مېشتي اورپکي چترال ته واوښتل، د کیلاش اقلیت دوه تنه شپونان یې ووژل او د هغوی له ۴۰۰ څخه ډېرې اوزې یې غلا کړې.
ډان د اګست په ۳مه راپور ورکړ چې په بلوچستان ایالت کې وژونکیو د اګست په ۲مه د ولسوالۍ د شورا یو غړی په کیچ کې او یو د ولسوالۍ د تعلیم افسر په اواران کې وواژه.
په ورته وخت کې، سما د سرحدي ملېشو د ویاند له قوله راپور ورکړ چې حکومتي ځواکونو د اګست په ۲مه د بلوچستان ایالت په برخان ولسوالۍ کې د وسلو د یوې ډیپو په نیولو سره یو ترهګریز پلان شنډ کړ.
په دغې ډيپو کې ۱۰ د هاوان مرمۍ، څلور ځمکني ماینونه او نور ترهګریز وسایل شامل ول.