د خیبر پښتونخوا د پولیسو په تلفاتو کې د پېښور پولیس تر نورو مخکې شول

د سټاف راپور

پېښور -- ایکسپریس ټریبیون د جولای په ۲۹مه راپور ورکړ چې د خیبرپښتونخوا د پولیس ځواکونو تر منځ د پېښور پولیس افسران د اورپکۍ ضد عملیاتو پر وخت د تلفاتو د ور رسېدلو په پام کې نیولو سره تر ټولو مخکې شول.‌

له ۲۰۰۶ کال راهیسې له ترهګرو سره د جګړې پر وخت د خیبر پښتونخوا ایالت ۱۲۱۰ تنه پولیس وژل شوي دي چې ۳۴۰ تنه یې یوازې د پېښور مربوط دي.‌

د تېرو څو کالو په جریان کې د ټولو هغو ترهګریزو بریدونو له جملې څخه چې په خیبر پښتونخوا کې شوي دي ۵۰٪ یې په پېښور کې ترسره شوي دي.‌

د ارقامو له مخې د سوات ولسوالي په خیبر پښتونخوا کې په دویم نمبر وه چې له ۲۰۰۶ کال څخه د جولای تر ۲۱مې پورې یې ۱۲۳ تنه پولیس وژل شوي دي.‌

د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه چارواکي وویل چې هغو اورپکو چې کوشش کوي چې پولیس ووژني د وخت په تېرېدلو سره خپل تکتیکونه بدل کړي دي چې د سړک د غاړې د بمونو یا ځانمرګو بمي بریدونو پرځای هدفي وژنې ترسره کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500